د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ټولو وطنوالو ته، که په داخل کې دي یا په خارج کې او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایم او د نېکمرغي او خوشحالي ارزو ورته کوم. دغه اختر چې د بیت الله شریف له حج سره په یو وخت کې دی، په هوا او هوس او خودخواهي باندې د غلبې او د اتحاد او اتفاق پیغامونه راته لري. اختر د وحدت فرصت دی او موږ باید له دې فرصته په استفادې سره، د افغانستان د غلیمانو د ارزو برخلاف، د خپل وحدت او اتفاق صفونه لا ټینګ او لا مضبوط کړو.

هموطنان گرامی،

عید قربان که یاد آور فداکاری حضرت ابراهیم علیه السلام و به قربانگاه فرستادن حضرت اسماعیل علیه السلام است، برای ما در شرایطی فرا می رسد که ملت ما قربانی های سنگینی را بخاطر عزت و آزادگی خود متحمل می شود. عناصر تروریست که در مکتب ابلیس تعلیم دیده و از او درس شرارت و تبهکاری آموخته اند، با هدف قراردادن مردم بیگناه ما در مساجد و اماکن مقدس، و با روی آوردن به عملیات انتحاری، که شنیع ترین بدعت خوارج دوران ماست، عملاً محاربه با خدا و پیامبرش را در پیش گرفته و سعی خود را بر تباهی و تبهکاری نهاده اند.

ما ضمن اتحاف دعا به روح همه شهیدان و عرض تسلیت به یکایک خانواده های داغدیده، همه یکصدا اعلان می کنیم که هیچ نیروی شیطانی نخواهد توانست تزلزلی در اراده، شکافی در وحدت صف، و تردیدی در عزم ملی ما ایجاد کند. از علمای کرام و بزرگان سیاسی کشور نیز تقاضا دارم تا با لحن صریح و قاطع، هر گونه حمله به مساجد و تکایا را محکوم نموده، و برای مردم ما، خصوصاً جوانان، واضح سازند که هیچ توجیه مشروع و معقول برای این جنایت ها وجود ندارد و این اعمال دَدمنِشانه با روح دین و مقاصد شریعت اسلامی بیگانه و با آن در تضاد است.

اگر تروریسم بین المللی برپایی ماتم، و گسترش ویرانی و بربادی امید و آرزوی ملت ها را هدف اعلای خود قرار داده است، در عمل جز منفور شدن بیشتر، تلفات سنگین تر و ناکامی ذلت‌بارتر ، دستاوردی نداشته و ثمره ای از اعمال شیطانی خود برنگرفته است.

خوشبختانه مردم ما هوشیارتر از همیشه و آگاه‎تر از هر زمان دیگر در کنار هم قرار داشته، و برای ساختن فردای خود متحد و یکدست هستند.

قدرمنو وطنوالو،

د ترورستو له ټولو جنایتونو سره سره، چې نه د جومات او قرآن کریم له سوځولو حیا ورځي او نه د پُل او مکتب او سړک په ړنګولو شرمېږي، کامیابي ستاسې په برخه ده او ګران افغانستان هره ورځ مخ په وړاندې ګامونه اخلي.

د ګران هیواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا او له طبیعي منابعو څخه د مناسبې استفادې لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي. ستاسې دفاعي او امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ پیاوړې کېږي؛ او له نړۍ سره د افغانستان روابط په یوه بهترین حالت کې دي.

د وطن د هغو نجونو او زلمو شمېر په سرعت سره زیاتېږي چې علم او مهارتونه حاصلوي. اوس داسې ورځ نشته چې د دې وطن بچیو ، له ساینس څخه رانیولې تر سپورټه پورې ، د ژوند او پرمختګ په مختلفو ساحو کې د دنیا په مختلفوعلمي مرکزونو او د سیالیو په میدانونو کې، موفقیت او افتخار نه وي تر لاسه کړی. د هیواد په داخل کې، په هر ګوټ کې د پوهنتونونو، ښوونځيو، مدرسو، مدني بنسټونو، ادبي انجمنونو او اجتماعي موسسو دروازې پرانیستې دي او د ګران هیواد سوداګر، صنعتکار، باغداران، ډاکتران، انجنیران ، کرونده ګر او د نورو پېشو او کسبونو خاوندان په بې ساري شوق او جذبې سره د وطن د ابادي او ترقي او د راتلونکو نسلونو د خوشبختي لپاره کار او تلاش کوي.

د دې وطن د ابادي لپاره او د حلالې روزي د ګټلو لپاره ، د هر زلمي، هرې پېغلې ، هر پلار او هرې مور هڅه دا پیغام ورکوي چې دا ملت د جهل او شرارت د پیروانو پروا نلري او هیڅ بدخواه یې د پرمختګ مخه نه شي ډب کولای.

تاریخ گواه است که ملت سربلند افغانستان بارها با خطرات و دشواری های متعددی روبرو شده است، اما هر بار آبدیده تر از قبل و با سرفرازی از پیچ و خم حوادث گذشته است، و از این رو ما با اطمینان کامل می گوییم که این بار نیز بر وحشت و دهشت تروریست ها پیروز خواهد شد.

نشانه های این پیروزی را هر روز می توان در گام های کودکانی دید که مشتاقانه به مکاتب می روند، در بازوان توانمند کارگرانی دید که راه ها و بندها را می سازند، در همت دخترانی دید که نام افغانستان را در عرصه های تکنالوجی و علم بالا می برند، در زحمت کشی کشتمندانی دید که بهترین میوه های دنیا را بر خاک حاصلخیز افغانستان به ثمر می رسانند، در تکاپوی جوانانی دید که هزاران نفر شان در داخل و خارج کشور سرگرم تحصیلات عالی هستند تا در ساختن کشور خود سهم بگیرند.

یک مشت تروریست سنگدل حقیرتر از آن هستند که بتوانند با قساوت و جنایت شان مسیر تاریخ را برگردانند و این ملت تپنده و پویا را به کام ناامیدی بکشانند.

سرمایه ملت ما امید است، ایمان است، اتحاد است و اراده برگشت ناپذیر است، و نیروی الهی پشتیبان چنین ملتی است.

په اخر کې یو ځل بیا ټولو وطنوالو او په تیره بیا هغو غیرتمنو ځوانانو ته چې د وطن او وطنوالو د ساتنې لپاره، له کورونو لرې ، په سنګرونو کې ناست دي، د لوی اختر مبارکي وایم او له شتمنو کورنیو خصوصا غواړم چې د خوشحالي په دغو ورځو کې بېوزلې او بې سرپرسته کورنۍ هېرې نکړي. یوازې روغ نیت او نېکي ده چې هره ورځ مو په اختر بدلولای او دایمي خوشحالي رابخښلای شي.

زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان

تل دې وي افغانستان