دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو څخه دملاتړ دملي ورځې په ویاړ دافغانسنان داسلامي جمهوريت پيغام

په فرانسه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفارت دامنيتي اودفاعي ځواکونوڅخه دملاتړ ملي ورځ د دغه ځواکونو ټولو اړوندانو او دافغانستان ټول سپيڅلي ولس ته مبارکي وايي.
ددې ځانګړې موقع څخه په ګټه اخيستو چې په ټول هيواد کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د اړوندانو د رشادت،ځان تيريدنې او همیشنۍ ژمنتيا
څخه لمانځنه ،او له کورنيو څخه يې ملاتړ او درناوی ترسره کيږي،د وطن دساتونکو دليکو ټولو سپيڅلو شهيدانو روح ته دوعا ،او دمنان رب څخه دوطن وياړلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته چې دهيواد داستقلال دساتنې وياړ لري بريا او سلامتيا او ګران هيواد افغانستان ته سؤله،آرامي او ښيرازي غواړو.
دخپلواکۍ، امنيت او ملي نواميسو د ساتونکو څخه  دافغانانو ملاتړ او درناوی هميشنی دی.
او دملت تل پاتې عزت او مصؤنيت د امنيتي او دفاعي ځواکونو په نه هيريدونکو قهرمانيو او قربانيو پورې تړلي دي.
ژوندی دې وي افغانستان
ژوندي دې وي دافغانستان زړور او قهرمان امنيتي او دفاعي ځواکونه